انصار:( د لړم دویمه) د پاسپورت اداره وایي چې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۶ میلیارد ۶۲۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
یادې ادارې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۴۴ زره ۴۶۰ جلده پاسپورتونه وېشل شوي او له ۳۰۰۰ ډېر نور تمدید شوي دي.
د پاسپورت ادارې مسوولینو دا هم ویلي چې دې ادارې په تېرو شپږو میاشتو کې د ویزو د مودې د غځولو له لارې ۴۸۶ زره ۸۰۰ ډالر او ۱۸ زره ۸۰۰ یورو عواید هم ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د پاسپورت ترلاسه کول د هېوادوالو لپاره خورا ستونزمن شوي او د ترلاسه کولو لپاره یې په میاشتو میاشتو انتظار ته اړتیا ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27987
قرأ